د کار انسټیټیوټ له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته ښونیز پروګرام پیل شو

media_admin
Sun, Jan 11 2026 2:56 PM
کار انسټیټیوټ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د کار انسټیټیوټ له لورې د یاد وزارت څه باندې ۳۰ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د آفیس پروګرامونو ۴۵ ورځینی ښونیز پروګرام پیل شو.

په یاد ښوونیز پروګرام کې به کارکوونکي د اداري چارو اړوند مهارتونه زده کړي، چې پکې د ډیټابېس جوړول، سلایډونو او راپورونو ترتیبول، مکتوب لیکل، دفتري محاسبې، په مسلکي ډول داسنادو ترتیب او تنظیم، د جدولونو جوړول، احصائیوي او مالي راپورونو برابرول، پریزینټېشن جوړول، د اغېزمنې اړیکې مدیریت، د اسنادو بیاکتنه او ایډیټ، د بودیجوي پلان جوړول او نورې اړوند اداري چارې شاملې دي، ترڅو له دې مهارتونو څخه په اداري چارو کې او همدارنګه په ورځني ژوند کې ګټه واخلي.

د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، ترڅو د وخت د اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ، د بېلابېلو امارتي او غیرامارتي ادارو کارکوونکو لپاره د ظرفیتلوړولو په موخه، لنډمهاله او اوږدمهاله، نظري او عملي ښوونیز او روزنیز ورکشاپونه تنظیمول. دا پروګرامونه به نه یوازې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې پیاوړې کړي، بلکې مراجعینو ته د معیاري او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه هم برابروي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS