تېر کال له زیان سره د مخ ماشومانو؛ نږدې ۱۵۰۰۰ ټولنیزو قضیو ته رسېدنه شوې ده

media_admin
Sat, Apr 04 2026 1:34 PM
قضایای اطفال


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم د ساتنې ریاست په ۱۴۰۴ کال کې د پراخو حمایوي پروګرامونو په پلي کولو سره، د زرګونو ماشومانو قضیې تعقیب کړي او ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه پوهاوي د ورکړې په شمول یې د نوو نوښتونو په پیلولو سره، د ماشومانو د حقوقو په تأمین او د وضعیت په ښه والي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
په تېر کال کې، د ماشوم ساتنې ریاست وتوانېد، چې د حمایوي سیستمونو په پیاوړتیا او د ټولنیزو خدماتو په پراخولو، د ماشومانو په ساتنه کې اغېزمن رول لوبولی او ټولټال په ۲۳ بېلابېلو کټګوریو کې یې ۱۴۵۹۴ له زیان سره د مخ ماشومانو قضیې تعقیب او حل کړې دي.
همدارنګه تېر کال د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرام له لارې، ۴۰۴۲۰۷ تنه ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د ماشوم د حقوقو، د چاودېدونکو توکو له خطرونو د ځان ساتلو، د چاپېریال ساتنې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړی دی. 
د محلي جوړښتونو د پیاوړتیا او د ماشومانو  قضیو ته  د غوره او چټک لاس‌رسي په منظور په ۲۰ نورو ولسوالیو کې د ماشوم ساتنېکمېټې جوړې کړې دي. دا کمېټې د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ، د پېښو د پېژندنې او د حمایوي خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لري. اوس‌مهال د هېواد په ۲۰۴ ولسوالیو کې د ماشومانو د ساتنې کمېټې فعالې او په منظم ډول د ماشومانو ستونزو ته رسیدنه کوي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS