په هلمند کې ۲۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
Thu, Aug 20 2026 9:25 AM
هلمند

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۰۰ تنه ځوانان د موبایل ترمیم، شیریني‌جوړولو، د موتر سیټ جوړونې، سولر سیستم، پر ټوکر باندې د غمیو نښلولو او خیاطۍ په حرفو کې له شپږمیاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړل.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي رحیم‌الله مخلص په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: فراغت؛ د زده‌کړو پای نه، بلکې د خدمت او مسئولیت د یوه نوي پړاو پیل دی. نوموړي له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل چې خپلې زده‌کړې او ترلاسه کړي مهارتونه د هېواد د پرمختګ، د ټولنې د هوساینې او د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره وکاروي.

مولوي مخلص د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ ځوانان د هېواد ستره پانګه او د روښانه راتلونکي جوړوونکي دي؛ نو اړینه ده چې د علم او مسلک ترڅنګ خپل کاري ظرفیتونه لوړ کړي، له شته فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کاري وسايل د کندهار د مهاجرینو موسسې په مالي ملاتړ فارغ شویو ځوانانو ته ووېشل شول.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS