په هلمند کې ۲۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول
د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۰۰ تنه ځوانان د موبایل ترمیم، شیرینيجوړولو، د موتر سیټ جوړونې، سولر سیستم، پر ټوکر باندې د غمیو نښلولو او خیاطۍ په حرفو کې له شپږمیاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي رحیمالله مخلص په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: فراغت؛ د زدهکړو پای نه، بلکې د خدمت او مسئولیت د یوه نوي پړاو پیل دی. نوموړي له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل چې خپلې زدهکړې او ترلاسه کړي مهارتونه د هېواد د پرمختګ، د ټولنې د هوساینې او د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره وکاروي.
مولوي مخلص د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ ځوانان د هېواد ستره پانګه او د روښانه راتلونکي جوړوونکي دي؛ نو اړینه ده چې د علم او مسلک ترڅنګ خپل کاري ظرفیتونه لوړ کړي، له شته فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد کاري وسايل د کندهار د مهاجرینو موسسې په مالي ملاتړ فارغ شویو ځوانانو ته ووېشل شول.
