د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو مرکز ( Data Center) پرانستل شو.

publish
Sun, Jul 28 2019 4:12 PM
۱

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت الکترونیکي حکومتوالۍ ته ژمن دی او تل یې هڅه کړې، څو خپل کاري سیستمونه په عصري ټکنالوژۍ سمبال او په اسانه توګه هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

سید انور سادات وویل: د الکترونیکي حکومتوالۍ په پلي کولو سره کارونه په ښه توګه مخته ځي، د کارونو په ترسره کولو کې شفافیت را منځ کیږي، د زیات وخت ضایع کیدو څخه مخ نیوی کیږي، د فساد پر وړاندې مبارزه کې ګټور تمامیږي او د کارونو په ترسره کولو کې له زیاتو او بې ځایه مصرفونو څخه مخنیوی کیږي.

نوموړي وویل، چې د معلوماتو مرکز ( Data Center) په پرانستلو سره به د دې وزارت اړوند معلوماتو تر لاسه کولو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې را منځ ته شي.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر فیروز بشري بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو مرکز ( Data Center) پرانستل د اطلاع رسانۍ برخه کې یو ګټور ګام یاد کړ او د داسې موضوعاتو په انعکاس کې یې د رسنیو رول مهم و باله.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ رئيس آغامحمد حیدري وویل: دغه مرکز چې تر اویا کلونو زیات د معلوماتو د ساتلو وړتیا لري په عصري سیستم جوړ شوی دی، نوموړي زیاته کړه، چې د دې مرکز دوهم بک اپ د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت سره دی او که چیرته دې مرکز ته زیان رسیږي، ټول هغه معلومات چې په دې مرکز کې ذخیره شوي، کولای شو، په اسانۍ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت څخه یې تر لاسه کړو.

آغامحمد حیدري وویل، چې دغه مرکز د انټرنیټي امنیت له اړخه ډیر محفوظ دی او ټول هغه معلومات چې ددې وزارت اړوند دي، په دې مرکز کې ذخیره کیږي او حتی دا مرکز د دې وړتیا هم لري، چې د نورو وزارتونو او ادارو د اړتیا او غوښتنې په اساس د هغوی معلومات هم په کې ذخیره کړو.

د ویلو دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د الکترونیکي حکومتوالۍ په برخه کې تر دا مهاله پنځلس کاري سیستمونه ( د بهرنیو او کورنیو وګړو د کار جواز ویشل،د مبایل له لارې د معاشونو اجرا، الکترونیکي حاضري، د وزارت وسایطو ته د GPS نصبول، د مرکز او ولایتونو تر منځ ویډیویي کنفرانس اسانتیا برابرول، د تدارکاتي پروژو د تعقیبولو سیسیتم، د پروژو ګزارش ورکولو او ارزیابي، د هویت کارتونو الکترونیکی کول،د جنسي محاسبې مدیریت، د اسنادو ثبت او ارشیف، د املاکو ثبت، د افغانستان د بشري قوې الکترونیکی سیسیتم، د آسان وظیفې پورتال جوړیدل او د کار بازار مطالعه) الکترونیکي کړي دي، چې په ډیره اسانه توګه د یادو سیستمونو له لارې هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې  کوي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS