د کار او ټولنيزو چارو وزارت او وارچايلد انګليستان مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو
دغه هوکړه ليک، نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او وارچايلد انګليستان مؤسسې يو تن استازي خليل احمد فضلجو تر منځ لاسليک شو.
د هوکړه ليک اساسي موخه هرات ولايت کې د داخلي کوچنيو مؤسسو پراختيا، متضرره کورنيو او ماشومانو سره د نقدي مرستو او د بهتره ساتنې خدمتونو وړاندې کول دي.
د هوکړه ليک د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د مؤسسې له مسؤلينو و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليک او اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ پلي او همدارنګه د خپلو کړنو څخه وخت په وخت وزارت په جريان کې واچوي.
د وارچايلد انګليستان موسسې استازي خليل احمد فضلجو د خپلو خبرو په ترڅ کې د مؤسسو د فعاليت او خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د حکومت همکاري هم ډيره اړينه و بلله او په دې برخه کې يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه مننه وکړه؛ ژمنه يې وکړه، چې ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو سره په ښه همغږۍ او لارښوونه مخته يوسي.
د ويلو دی، چې د ياد هوکړه ليک له مخې به د وارچايلد انګليستان مؤسسې له لوري هرات ولايت کې د ۹۰۳۱۷۶ ( نهه لکه درې زره يو سل او شپږ اويا) امريکايي ډالرو په ارزښت په ذکر شويو برخو کې خدمتونه وړاندې شي.