بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې ۶۵۲ تنه ماشومانو ته قرطاسیه او ژمني توکي ووېشل شول
د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د دې ولایت له ۵۲۸ تنو زیانمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو سره، څه باندې ۱۵۸۰۰۰ افغانیو په ارزښت قرطاسیه توکي ووېشل شول.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د افغانستان ماشومانو خیریه همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره؛ له نورو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.
د یوبل خبر له مخې:
د سرپل او پکتیکا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو ۱۲۴ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته، چې ۱۰۰ تنه د سرپل ولایت او ۲۴ تنه نور د پکتیکا ولایت اوسېدونکي دي؛ ژمني توکي (جمپر، کمپلي، جاکټ، بوټ، جرابې، او خولۍ) شامل دي ووېشل شول.
د یادوني وړ ده، چې په سرپل ولایت کې د افغان-ریلیف او په پکتیکا ولایت کې سرچو همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ ژمني توکي ووېشل شول.