د بېکارۍ کچې د راټیټولو او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د تجارت او پانګونې د طرحې د تحلیل او ترتیب لپاره د ګډې کمېټې ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۳۰
طرح تجارت و سرمایه‌ګزاری

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د معدن او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زده‌کړو او اقتصاد وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې، د صنعت او کانونو، د زراعت او مالدارۍ خونو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو، صنفي اتحادیو او کارګرانو اتحادې او بنسټونو په همغږۍ، په هېواد کې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د تجارت او پانګې‌اچونې ګډې طرحې د جوړولو لپاره ناسته وشوه.

په پیل کې د یادو امارتي ادارو او خصوصي سکتور استازو د تجارت او پانګونې په ډګر کې د خپلو شته فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د ملي اقتصاد پیاوړتیا، د پانګونې جذب، د سکتوري ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالی، د خصوصي سکتور پیاوړتیا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو او په ټوله کې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معینیت مشاور محمدکریم حنفي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې اړوندې ادارې به د ګډو کاري پلانونو له لارې عملي ګامونه واخلي او د دوامدارو همکاریو په رڼا کې به د پانګونې او سوداګرۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره د یوې هر اړخیزې او خوځندې طرحې د ترتیب او تطبیق لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د پورته ذکر شویو امارتي ادارو د استازو سربېره؛ د قواعدو او کار چارو سمون رئیس مولوي احمدحسین مدني،  د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۴
Background image

لغمان کې ۲۴۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو؛ ۲۴۰ تنه ځوانانو ته د موبایل‌ترمیم، موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ او برېښنا په حرفو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

په پرانیست غونډه کې د لغمان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۳۰
Background image

د بېکارۍ کچې د راټیټولو او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د تجارت او پانګونې د طرحې د تحلیل او ترتیب لپاره د ګډې کمېټې ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د معدن او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زده‌کړو او اقتصاد وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې په موخه ناسته ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په مشرۍ د بهرنیو او کورنیو چارو او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت. . .

بیرته خبرونو ته