بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې په موخه ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۵۵
اتباع داخلی

د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په مشرۍ د بهرنیو او کورنیو چارو او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو سره ناسته ترسره شوه، چې پکې بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو او د کار جواز د ورکړې د څرنګوالي په اړه  بحث وشو.

په پیل کې، د اړوندو امارتي ادارو استازو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې، په سیاحتي ویزو د کار د مخنیوي، د کاري ویزو بهیر د تنظیم او بهرنیو اتباعو ته د کاري جواز په ورکړه کې د نورو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وشوې.

د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: چې بهرني وګړي باید د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو او اصولو په نظر کې نیولو سره سم عمل وکړي او ټینګار یې  وکړ چې یادو وګړو ته د  کار جواز د ورکړې بهیر اسانه او منظم شوی او هغه بهرني اتباع چې په سیاحتي ویزو هېواد کې کار کوي، په جدي ډول دې تعقیب  شي.

په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال هم په خپلو خبرو کې وویل: هېواد ته د بهرنیو اتباعو راتګ له بېلابېلو اړخونو ارزښت لري او د هغوی حضور د دولت د عوایدو په زیاتوالي او د کار او تولید په کیفیت کې مهم رول لري. نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا او پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده.

 د یادولو ده، چې په یاده ناسته کې د بشري ځواک لوی رئیس مولوي عزت‌الله عارف، د مقام د دفتر رئیس حافظ محمد حسن منور،  د داخلي او بهرنیو وګړو لپاره د کار جوازونو د توزیع رئیس میراحمد ممنون، د کار تفتیش او لارښوونې رئیس مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده حضور درلوده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه. . .

بیرته خبرونو ته