د بېسرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بېسرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د مؤثرو حللارو د موندلو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې په مرکز او ولایاتو کې د یادې کمېټې د فعالیتنونو او لاستهراوړنو، راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریکولو سربېره د اړمنو، شاقهکارو، د سرک پرمخ کاریګرو، ردمرزي، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، روغتیايي خدمات، ښوونې او روزنې، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بیاځلې یوځای کولو مسئولیت د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرغاړه دی.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل، ترڅو د ا.ا.ا د پالیسیو او اصولو لهمخې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو د ساتنې او هغوی ته د ژوندانه د سهولتونو برابرولو په موخه؛ خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې سپارل شوی مسئولیت په اغیزناک او مطلوب ډول ترسره شي.
په پای کې د امارتي ادارو او همکارو موسساتو استازو ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ستونزو د څېړلو او د حل په موخه یې خپلې هڅې ګړندې کړي.
