د روان مالي کال په دوهیمه ربعه کې د کارموندنې یوولس خصوصي شرکتونه ارزول شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د بشري ځواک لوی ریاست اړونده د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې په دوهیمه ربعه کې د کارموندنې له یوولس خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.
د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې د راپور له مخې په تېره یوه ربع کې د کارموندنې یوولسو خصوصي شرکتونو ته ۲۳۹۲ تنه هېوادوال د کارموندنې په موخه مراجعه کړې ده؛ چې د شرکتونو له چاڼ، تصدیق او غوراوي وروسته ۱۰۳۷ تنه مختلفو ادارو، شرکتونو او فابریکو ته د کار په موخه ورپېژندل شوي دي، چې په پایله کې یې ۵۵۹ تنه جذب او کار ترلاسه کړي دي.