د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په حضور کې؛ د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته، ترسره شوه.
په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې په مرکز او ولایاتو کې د یادې کمېټې د فعالیتنونو او لاستهراوړنو راپور او همدارنګه د اړمنو، شاقهکارو، ردمرزي، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بېرته یوځای کولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو په دوام له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو او اصولو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو په ساتنه او هغوی ته د ژوندانه د سهولتونو د برابرولو په موخه؛ خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
مولوي سعدالدین مطمئن په پای کې یې له هېوادوالو وغوښتل، که چېرې د دوی ماشومان ورک او یا د بل هېوادوال ورک شوی ماشوم پیدا کوي؛ نو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره دې په اړیکه کې شي، ترڅو له دې لارې یې کورنۍ پیدا شي.