د کار انسټیټیوټ له لوري د بشري ځواک د لوی ریاست کارکوونکو ته ښوونیزه برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټیټیوټ له لوري د بشري ځواک د لوی ریاست کارکوونکو ته له ادارې سره د کارکوونکی د کاري مناسباتو د تنظیم تر نامه لاندې؛ څلور ورځینۍ ښوونیزه برنامه پیل شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کار بازار د مطالعې رئیس مولوي میرحاتم امیري په خپلو خبرو کې د کار انسټیټیوټ له فعالیتونو څخه د مننې سربېره د یادې ښوونیزې برنامې په ارزښت، کارکوونکو د کاري حقوقو د تأمین، په اداره کې د کاري اړیکو پیاوړتیا، د کارکوونکو پر وړاندې د ادارې مکلفیتونو، د اجباري کار ممنوعیت، په یوه اداره کې د کار کوونکو ترمنځ په همغږۍ، په چارو کې همکارۍ، د مزد د اجزاوو، ضمایمو او د کاري انضباط په اړه معلومات شریک کړل.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل؛ چې په دې ښوونیزه برنامه کې له ترلاسه شویو زدهکړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړي.