د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال سره د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مشر لیدنه

publish
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۸:۲۳
T

 

 کابل: ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ 
د کار معینیت مرستیال عبدالغفور ملکزي د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مشر سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
دې ناسته کې د ښه کار ملي پروګرام، د یاد پروګرام لومړیتوبونو او موخو، د ښه کار نړیوالوستندردونو او پراختیا، د کار بازار مدیریت او ارزونې، د کورنیو بې ځایه شویو ګډوالو ظرفیت لوړولو،  د روغتیایي او خوندیتوب پالیسۍ پلي کولو، د کار پلټنې پالیسۍ تطبیق او ټولنیزو شریکانو ظرفیت لوړولو موضوعاتو اړوند خبرې و شوې. 
پيل کې د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مشر رامین بهزاد د ښه کار ملي پروګرام (۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲) اړوند خبرې و کړې و یې ویل، چې یاد پروګرام د دریوو پروژو( د کار نړیوالو ستندردونو پراختیا او ترویج، د ټولو لپاره د ښه کار واټ (د کارموندنې لپاره د فن او حرفې څخه ملاتړ کوي) او همدارنګه په هیواد کې د ماشومانو کار څخه مخنیوی) څخه جوړ شوی دی. 
 وروسته د کار مرستیال عبدالغفور ملکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار نړیوال سازمان له مرستو او د ښه کار ملي پروګرام ښه پلي کېدو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو شریکانو، کار نړیوال سازمان، دولت او  ډونرانو تر منځ د ښې همغږۍ غوښتونکی دی؛ نوموړي ژمنه یې و کړه، چې د کار نړیوال سازمان سره به د یو ښه شریک په توګه همکاري و کړي. 
د ویلو دی، چې د ښه کار ملي پروګرام ۲۰۱۸ کال کې پيل او تر ۲۰۲۲ کال پورې به دوام و کړي، چې زیات ټینګار یې په افغانستان کې د کار عالي شورا په جوړیدو، د کار نړیوالو ستندردونو ترویج او کارګرانو حقوقو ښه خوندیتوب دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۷:۴۷
Background image

د کار ملي کانفرانس په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو د معین مولوي محمد زاهد په مشرۍ او په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو ادارو او سازمانونو د مسؤلینو په حضور؛ د کار ملي کانفرانس په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له غړو سره وکتل؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د خپل کار په دفتر کې، افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له ځینو غړو سره په لیدنه کې د مختلفو مواردو په اړه خبرې او بحثونه وکړل.
ناس. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۴۰
Background image

۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلچرخي (امېد کمپ) د فني او حرفوي ز ده‌کړو له مرکزه ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د څلورو میاشتنیو زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او د وزارت د رهبرۍ. . .

بیرته خبرونو ته