د کار چارو معین د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زدهکړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني د کار چارو معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ریاست ژمن دی، چې د ننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره او هغوی په دې برخه کې وروزي.
ورپسې د کار چارو معین خپله وینا کې څرګنده کړه: د خوښۍ ځای دی چې د خپل کاري ټیم په ملتیا مې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته سفر ترسره او دلته مې له خپلو ولسونو سره د لیدو سربېره؛ په دې ناسته کې ګډون وکړ، چې له نېکمرغه د ننګرهار ولایت د مومندرې، نازیانو، کوټ او اچین ولسوالیو ۲۰۶ تنه ځوانان د مبایل ترمیم او خیاطۍ له حرفو څخه تر نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او نن یې خپل د فراغت سندونه او کاري وسایل ترلاسه کړل، په همدې ترتیب ۱۰۰ تنو بېوزلو ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره او د اړینو توکو مرسته ورسره وشوه، ترڅو په عملي توګه خپل کارونه پیل کړي، چې دا چاره به تر یوه بریده په یادو ولسوالیو کې د بېکارۍ کچه را ټیټه کړي.
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په دې برخه کې د ستاسو غږ همکارې مؤسسې څخه د قدردانۍ ترڅنګ، زیاته کړه: که څه هم زمونږ د همکارو مؤسساتو کړنې او فعالیتونه د ستاینې دي خو بیا هم پر هغوی غږ کوم، چې خپل فعالیتونه دې ګړندي، پراخ او افغانستان شموله کړي، ترڅو د مستفدینو شمېر ډېر او هم د خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې د پام وړ ښهوالی راشي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی، چې هغوی ته لازم سهولتونه برابر او که په کومه سیمه یا ولایت کې ستونزه موجوده وي د قانوني او اصولي لارو ورته رسېدنه وکړي، ترڅو خدمات په خپل وخت اړمنو او مستحقو هېوادوالو ته ورسېږي او د منابعو او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی وشي.
په همدې ترتیب د ستاسو غږ همکارې مؤسسې مسؤل، صابرالله مملهوال هم خپله لنډه وینا کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له تخنیکي همکاریو څخه د مننې سربېره، ډاډ ورکړ، چې خپلې برنامې او فعالیتونه به لا پراخوي.
د یادونې ده چې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیمالله صراح، د انسټیټوټ رئیس شریفالله شرافت او د کار چارو معینیت سلاکار مولوي محمد کریم حنفي، په دې سفر کې د کار چارو د معین ملتیا کوي.
