د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ، د دې ولایت په ژيړۍ ولسوالۍ کې ٢٠٠ بې‌سرپرسته کورنیو سره نقدي مرسته ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۷:۵۴


د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په هم‌غږۍ د ژيړۍ ولسوالۍ ٢٠٠ بې‌سرپرسته کورنيو سره نقدي مرسته ترسره او په هرې کورنۍ ١٨زره او ٧٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.
ياده مرسته د اوسلو مؤسسې له لوري چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره هوکړه لیک لري، وروسته له هغې چې دې مؤسسې په ژيړۍ ولسوالۍ کې سروې ترسره او په کې ٢٠٠ بې‌سرپرسته کورنۍ تثبیت کړې، د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همکارۍ یې له هرې کورنۍ سره ١٨زره او ٧٠٠ سوه افغانۍ په نقدي توګه مرسته وکړه.
د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاست او د اوسلو مؤسسې له لورې به یادې مرستې په راتلونکې کې هم دوام پیدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

تورخم او سپىن بولدک کې مېشتو د کار اوټولنىزو چارو وزارت تخنىکي ټىمونو؛ راستنیدونکو هیوادوالو چوپړ ته دوام ورکړی

د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د تنظىم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د کار او ټولنیزو چار وزارت وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو له کمپ څخه لیدنه وکړه

د کار او ټولنیزو چار وزارت وزیر  الحاج ملا عبدالمنان عمري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو له کمپ څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه  چې د یاد وزارت ځینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۷:۱۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونو د پنجشنبې په ورځ تورخم او د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره اړین خدمات ترسره کړل


د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کمیټې تر چتر لاندې او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم. . .

بیرته خبرونو ته