ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۸۶۰ تنو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه
د ننګرهار او لغمان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو په جلالآباد ښار کې د امارتي روزنتونونو پر ۶۶۰ تنو او په مهترلام ښار کې د یو خصوصي روزنتون پر۲۰۰ تنو یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو د ژمنیو جامو مرسته وشوه.
په هغو غونډو کې، چې په همدې مناسبت جوړې شوې وې، د اړونده ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو په خپلو خبرو کې وویل: د مرستندویه مؤسساتو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ له نورو مؤسساتو او سازمانونو هم وغوښتل چې د ژمې په موسم کې له یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو سره مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده چې په یادو مرستو کې جمپر، بوټونه، جرابي او کمپلي شاملې دي، چې د یار (Yaar) او وامي مرستندویه مؤسسو په مالي همکاریو ووېشل شوې