د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د قطر شاهي هېواد له مستشار سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې د قطر شاهي هېواد له مستشار ډاکټر مردیف علي القشوتي سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د استراتېژیکو همکاریو د پیاوړتیا سربېره؛ قطر هېواد ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني اعزام په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو او اقداماتو په اړه معلومات شریک او په دې برخه کې د شته هوکړهلیک د غنامندۍ، بشپړ او غوره تطبیق په موخه د ګډو کمیټو پر جوړېدو ټینګار وشو.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې، افغانستان سره مختلفو برخو کې د قطر شاهي هېواد له مرستو څخه په مننې سره؛ افغانانو ته د کارموندنې او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو په برخو کې د ګډو پروژو په لاره اچولو لپاره چمتووالی څرګند کړ. سرپرست وزیر همدارنګه زیاته کړه: دا چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ او مختلفو ساحو کې د پانګېاچونې لپاره فرصتونه برابر دي، نو غوره به وي، چې قطري پانګوال دې دلته پانګهاچونې سربېره هغه هېواد ته د کندهار انارو په مخامخ صادراتو کې هم هڅه وکړي.
ورپسې ښاغلي ډاکټر مردیف علي القشوتي خپلو خبرو کې د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ له نېکو اړیکو څخه په یادونې سره د قطر شاهي هېواد ته د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په ۱۳ او ۱۴مه نېټه رسمي بلنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړه، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته رسمي سفر ترسره او د کاریګرو د اعزام په برخه کې د هوکړه لیک د تطبیق په منظور له خپل قطري سیال سره له نږدې وګوري او په اړه یې بحثونه وکړي، چې د سرپرست وزیر له لوري بلنه ومنل شوه
د یادولو وړ ده چې د قطر هېواد سفیر د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر او مل پلاوي ته د هغه هېواد په د ملي ورځې په جشن کې د ګډون بلنه هم ورکړه چې د ډسمبر په ۱۸ لمانځل کیږي.