په خوست ولایت کې له فني او حرفوي زدهکړو څخه نږدې ۱۲۰۰ تنه ځوانان فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خوست ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زدهکړو څخه د سلګونو تنو ځوانانو په فراغت غونډه کې د ګډون او وینا سربېره، پر هغوی کاري وسایل هم ووېشل.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې، د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي امیر صاحب جان حقاني، مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، د دې ریاست له لوري ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو د برنامو په اړه معلومات شریک او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به تر پخوا لا ډېره پاملرنه کوي.
ورپسې د خوست مرستیال والي، مولوي محبوبشاه قانت خپله وینا کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري، په مختلفو ولایتونو کې د ورته برنامو څخه ستاینه وکړه او دا یې ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې مثبتې وبللې. په همدې ترتیب یې فارغو شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی غوښتنه وکړه، چې له خپلو زدهکړو څخه په استفادې سره دې د خپلو خلکو خدمت وکړي او هم دې نور ځوانان زدهکړو ته وهڅوي.
په همدې ترتیب د کوار همکارې مؤسسې مسوول هم خپله لنډه وینا کې د خپلو فعالیتونو او راتلونکو برنامو په اړه معلومات وړاندې او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به خپلې برنامې پراخوي.
په دوام یې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم وینا وکړه او خوښي وښوده، لومړی ځل دی، چې په خوست ولایت کې نږدې ۱۲۰۰ تنه ځوانان په مختلفو شپږو حرفو کې د نظري او عملي زدهکړو د ترلاسه کولو څخه وروسته فارغ او نن یې خپل سندونه او کاري وسایل ترلاسه کړل. د کار چارو معین زیاته کړه: د امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت سره سم دې وزارت د معلولو مجاهدینو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو برنامه په لار اچولې او هم یې په مختلفو ولایتونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د یادو زدهکړو زمینه برابره کړې، چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۰ زره تنه ورڅخه مستفید شوې دي.
مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: په پام کې ده چې بېرته راستنېدونکو، کوچیانو او محبوسینو ته هم د فني او حرفوي زدهکړو برنامې تطبیق او عملي شي، ترڅو له دې لارې له یوې خوا د بېکارۍ کچه ټیټه شي او له بلې خوا د کار بازار اړتیاوو ته په کتو ماهر او کاري ځواک وروزل شي.
د کار چارو معین همدراز وویل، چې په هېواد کې د اسلامي نظام راتګ د افغان ولسونو د قربانیو پایله ده او د دې ساتنه، پالنه او ورسره له نږدې سلا مشورې کول هم زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت جوړېږي او باوري یم، چې په دې برخو کې به تر پخوا لا پاملرنه کېږي.
د یادولو ده چې د پلاوي په ترکیب کې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس، د مقام د ټولنیزو چارو سلاکار، د مطبوعاتو رئیس او د کار چارو معینیت سلاکار هم غړیتوب لري.
