په ننګرهار کې ۱۰۰ تنو بېوزلو کسانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه
ننګرهار ولایت دکار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو ؛ په اچین ولسوالۍ کې ١٠٠ تنو اړمنو او بېوزلو کسانو ته، چې وړاندې د یوې شفافې سروې له لارې انتخاب شوي وو؛ د کوچنیو کاروبارونو د حمایې په خاطر د دوکاندارۍ، خیاطۍ، بوټګنډلو او د چرګانو روزنې لپاره د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت کاري وسایل ووېشل شول. هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي له همکارې مؤسسې څخه د مننې سربیره له نورو مرستندویه بنسټونو او مؤسساتو څخه هم د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده، چې یاده مرسته د ستاسو غږ همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ برابره شوې وه.