د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ په ١١٦تنو یتیمو ماشومانو نقدي مرسته ووېشل شوه
د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هم غږۍ او د آی اچ اچ IHH مؤسسې له لوري په دې ولایت کې ١١٦تنه یتیمو ماشومانو سره نقدي مرسته ترسره شوه.
هغه ناسته چې په همدې موخه، د تېرې پنجشنبې په ورځ د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې جوړه شوه او په کې د ولایتي ادارو ځيني استازو، علمای کرامو، قومي مشرانو او د یتیمانو وارثانو ګډون درلود، د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي سيدجمال الدين هاشمي مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د اسلام په مبارک دين کې د یتیمانو د ملاتړ او د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ په اړه وینا درلوده. په همدې ترتیب یې دIHH مؤسسې د مالي ملاتړ څخه قدرداني و کړه او له نورو مؤسساتو او خیرخواه اشخاصو يې وغوښتل چې د امکان تر بریده دې د یتیمانو په لاسنیوي کې هڅې وکړي.
وروسته د آی اچ اچ مؤسسې له لوري د ١١٦ تنه یتیمو ماشومانو له ډلې څخه ځينو ته ٥ زره افغانۍ او پاتې نورو ته ١٥زره افغانۍ نقدي مرستې، د کار او ټولنیزو چارو د رئیس، مؤسسې د استازو او نورو مسؤلینو لخوا ووېشل شوې.