د کار انسټېټوټ له لوري په کابل او لوګر ولایتونو کې د ظرفيتلوړونې روزنيز ورکشاپونه پای ته ورسېدل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټېټوټ کې د دې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په منظور د ادارې او کارکوونکو د حقونو، امتیازاتو او مکلفیتونو تر نامه لاندې شپږ ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د دې ورکشاپ په وروستۍ ورځ د کار انسټېټوټ رئیس شریف الله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په لړۍ کې مو نن بیا د دې وزارت د مختلفو ریاستونو کارکوونکو ته د مجربو ښوونکو له لوري د ادراې او کارونکو د حقونو، امتیازاتو او مکلفیتونو تر عنوان لاندې شپږ ورځینی ورکشاپ دایر کړ، چې په ورځینو چارو کې به یې خورا اغېزمن تمام شي.
نوموړي همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت غوښتنو ته په کتو به د امارتي او غیرامارتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.
هېره دې نه وي، چې د دې انسټېټوټ له لوري د لوګر ولایت ـ ولایتي رئیسانو ته هم د رهبرۍ او مدیریت اصولو تر نامه لاندې ورکشاپ پای ته وسېد، چې ګڼ شمېر ولایتي رئیسان ورڅخه مستفید شول