د صادراتو ملي ورځې په لمانځغونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ګډون او وینا وکړه
د صادراتو ملي ورځې په لمانځغونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ګډون او وینا وکړه
media_admin شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۳:۳۷
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د کال د غوره صادرونکو په جوړې شوې ستاینغونډه کې ګډون او وينا وکړه.
الحاج ملا عبدالمنان عمري غوره صادروونکو ملي سوداګرو ته مبارکي وویله او په دې برخه کې یې د امارت او پانګوالو ترمنځ په نږدې همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
د کار او ټولنيزو چارو وزیر په خپلو خبرو کې یې له سوداګرو وغوښتل؛ چې د وارداتو پر ځای دې پر صادراتو ډېر تمرکز وکړي ځکه دا به د هېواد د ځانبسیاینې، اقتصادي پیاوړتیا او هم د کاري زمینو په برابرولو کې اغيزمن تمام شي.
ملا عبدالمنان عمري له افغان ولس هم وغوښتل، چې په مصرف کې داخلي محصولاتو ته لومړيتوب ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري بهر مېشتو افغان پانګوالو ته په خطاب کې وويل: په اوسني وخت کې پانګې اچونې ته مناسبه زمېنه او سهولتونه برابر شوې دي، د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د واټن لمنځهوړلو ته رښتینې هڅې شوي، چې په یقین سره ستاسې پانګونه د هېواد، ولس او نظام په ګټه دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .
د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .
د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۸۰۰ تنو ته په پنځو حرفو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.