کونړ کې ۲۴۸۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۵۸
کونړ

د کونړ ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو او همغږۍ د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوه‌ګَل سیمې ۲۴۸۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

زلزله‌ځپلو کورنیو ته؛ په یادو مرستو کې  څه باندې د دوه‌نیم میلونو(۲۰۶۴۵۶۰) افغانیو په ارزښت نغدې پیسې، خیمې، د آشپزخانې وسایل، دوشکې، کمپلې، جامې، څراغونه او پاخه‌شوي خواړه؛ ترلاسه کړل.

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو  رئیس مولوي مجیب‌الله عمر په خپلو خبرو کې د همکارو مؤسساتو څخه د مننې سربېره وویل؛ د افعانستان اسلامي امارت هوډمند دی، چې د زلزله‌ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي او د ژوندانه آسانتیاوې او سهولتونه ورته برابر کړي.

همداراز نوموړي، له همکارو  کورنیو، نړیوالو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د زلزله‌ځپلو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۰:۱۲
Background image

کونړ کې ۲۳۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

د کونړ ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو او همغږۍ ۲۳۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

زلزله‌ځپلو کورنیو؛ په یادو مرستو کې دوه کارتنه اوبه، د پخلنځي یو بشپړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۵۸
Background image

کونړ کې ۲۴۸۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

د کونړ ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو او همغږۍ د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوه‌ګَل سیمې ۲۴۸۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

زلزله‌ځپلو کورنیو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د کار انسټیټیوټ له لوري د بشري ځواک د لوی ریاست کارکوونکو ته ښوونیزه برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټیټیوټ له لوري د بشري ځواک د لوی ریاست کارکوونکو ته له ادارې سره د کارکوونکی د کاري مناسباتو د تنظیم  تر نامه لاندې؛ څلور ورځینۍ ښوونیزه برنامه پیل. . .

بیرته خبرونو ته