د بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۱۳
ماشوم ساتنه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د مؤثرو حل‌لارو د موندلو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې په مرکز او ولایاتو کې د یادې کمېټې د فعالیتنونو او لاسته‌راوړنو، راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریکولو سربېره د اړمنو، شاقه‌کارو، د سرک پرمخ کاریګرو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، روغتیايي خدمات، ښوونې او روزنې، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بیاځلې یوځای کولو مسئولیت د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرغاړه دی.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل، ترڅو د ا.ا.ا د پالیسیو او اصولو له‌مخې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د ساتنې او هغوی ته د ژوندانه د سهولتونو برابرولو په موخه؛ خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې سپارل شوی مسئولیت په اغیزناک او مطلوب ډول ترسره شي.
په پای کې د امارتي ادارو او همکارو موسساتو استازو ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو د څېړلو او د حل په موخه یې خپلې هڅې ګړندې کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

د سکتوري وزارتونو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د اوبو او انرژۍ، د کډوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۱۳
Background image

د بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د مؤثرو حل‌لارو د موندلو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کونړ اسد آباد روزنتون زده‌کوونکو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي، کونړ ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت د اسد آباد روزنتون پر زده‌کوونکو ژمنۍ جامې وویشلې او هم یې د قرآن عظیم الشأن له ناظره دورې څخه فارغانو ته ډالۍ. . .

بیرته خبرونو ته