د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې نوې ټاکنې شوي دي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مقام د وړاندیز په اساس او د ریاستالوزراء په منظورۍ نن درې تنه نوي رئیسان او د ټولنیزو چارو مشاور خپلو کارکوونکو ته معرفي شول.
په نویو ټاکنو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو پخوانی مشاور مولوي عبدالرقیب احمدي د روزنتونونو د رئیس په توګه، د روزنتونونو پخوانی رئیس مولوي محمد اصغر صفدري د ټولنیزو چارو د مشاور په توګه، مولوي نجیبالله وقاد د ماشومساتنې د رئیس په توګه او عبدالستار افغان د کارموندنې د رئیس په توګه نن خپلو مأمورینو او کارکوونکو ته معرفي شول.
هغه غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي نویو ټاکل شویو رئیسانو او مشاور ته په چارو کې د بریالیتوب او غوره خدمت غوښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په خپل کاري چاپېریال کې د افغانستان اسلامي امارت اداري اصول او سپارښتنې مراعات کړي.
هېره دی نه وي؛ چې په یاده معرفيغونډه کې د کار چارو معین سربېره؛ د ټولنیزو چارو معین مولوي عبیدالله امینزاده، مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالعزیز نصیر، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده رئیسانو او مشاورینو هم ګډون کړی وو او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه یې نویو معرفي شویو رئیسانو او مشاور ته د مزید توفیق او په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
