بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې په موخه ناسته ترسره شوه
د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په مشرۍ د بهرنیو او کورنیو چارو او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو سره ناسته ترسره شوه، چې پکې بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو او د کار جواز د ورکړې د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
په پیل کې، د اړوندو امارتي ادارو استازو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې، په سیاحتي ویزو د کار د مخنیوي، د کاري ویزو بهیر د تنظیم او بهرنیو اتباعو ته د کاري جواز په ورکړه کې د نورو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وشوې.
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: چې بهرني وګړي باید د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو او اصولو په نظر کې نیولو سره سم عمل وکړي او ټینګار یې وکړ چې یادو وګړو ته د کار جواز د ورکړې بهیر اسانه او منظم شوی او هغه بهرني اتباع چې په سیاحتي ویزو هېواد کې کار کوي، په جدي ډول دې تعقیب شي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال هم په خپلو خبرو کې وویل: هېواد ته د بهرنیو اتباعو راتګ له بېلابېلو اړخونو ارزښت لري او د هغوی حضور د دولت د عوایدو په زیاتوالي او د کار او تولید په کیفیت کې مهم رول لري. نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا او پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده.
د یادولو ده، چې په یاده ناسته کې د بشري ځواک لوی رئیس مولوي عزتالله عارف، د مقام د دفتر رئیس حافظ محمد حسن منور، د داخلي او بهرنیو وګړو لپاره د کار جوازونو د توزیع رئیس میراحمد ممنون، د کار تفتیش او لارښوونې رئیس مولوي عبدالمتین مولويزاده حضور درلوده.
