د بېکارۍ ستونزې ته رسېدنه مو لومړیتوب دی

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۴
بیکاري

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، پکتیا ولایت ته په خپل رسمي سفر کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ د خپلو فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک او څرګنده کړه، چې دا ریاست توانیدلی ګڼ شمېر ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره او هغوی په مختلفو حرفو کې وروزي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي هدایت او خپلو مسؤلیتونو ته په کتو له اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوو، ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه او ګڼ شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او دا د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي، چې له ټولو هغو فرصتونو څخه سالمه ګټه اخیستنه وشي، چې پایله یې اقتصادي وده، ثبات او په خپل ځان اتکا وي. 
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: خوښ یم چې یو وار بیا مې د هغو ۱۶۰ تنو ځوانانو په فراغت کې ګډون وکړ چې د تېرو شپږو میاشتو په جریان کې توانیدلي مختلفو حرفو کې زده‌کړې ترسره او د ماهرو کارګرو په توګه روزل شوې دي. همداراز یې څرګنده کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځانګړې پاملرنې له کبله د پکتیا ولایت موجوده سهم لوړ شوی او په همدې اساس ۲۵۰ تنه نور ځوانان د زده‌کړو په موخه جذب شوي دي. 
همداراز یې ډاډ ورکړ چې هڅې روانې دي، ترڅو په دې ولایت کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته هم د ورته زده‌کړو مرکز پرانېستل شي او د مختلفو حرفو د پراختیا له لارې دا لړۍ ولسوالیو ته هم وغځول شي. 
ورپسې قومي مشر حاجی غني ګل هم په خپلو لنډو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هڅو او فعالیتونو څخه په مننې سره وویل: چې د پکتیا ولایت ولسونه د خپل نظام ترڅنګ دریدلي او ملاتړ یې کوي. همداراز یې په دې ولایت کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدلو، د مخابراتي شبکو د مکالماتو د بیو د ټیټوالي، د مؤسساتو د فعالیت د پراخېدو او له بېرته راستنېدونکو څخه د ملاتړ په برخه کې د مسوولو مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د کار چارو معین لخوا ډاډ ورکړل شو، چې یاد موارد به په مرکز کې له اړوندو ادارو سره شریکوي. 
په پای کې د کار چارو معین او مېملنو لخوا پر فارغو شویو ځوانانو د فراغت سندونه توزیع او په راتلونکي کې ورته د بریاوو هیله مندي وشوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه. . .

بیرته خبرونو ته