د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې پرانېست غونډه کې د کار چارو معین ګډون او وینا وکړه 

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۹
طوطي میدان

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په جوزجان کې د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې په پرانېست غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
 په یاده پرانېست غونډه کې د ریاست الورزاءعالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخوند، د ګاونډي هېواد ازبېکستان ځانګړی استازی ایرګش‌اف او ورسره مل پلاوي، د اسلامي امارت د کابینې غړو، دجوزجان ولایت د محلي ادارې مسؤلینو، د کام‌ایر شرکت رئیس او د دوی کاري ټیم شتون درلود.
په پیل کې د ریاست الورزاءعالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخوند په خپلو خبرو کې د دوست هېواد ازبېکستان څخه راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: د طوطي میدان ګازو د استخراج په پیلېدو سره به ډیر شمېر هېوادوالو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه مساعده شي چې په دې سره به په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.
ملا برادر اخوند زیاته کړه: په کور دننه به د ګازو تولید داخلی تقاضا ته ځواب ووایي، په وارداتي ګازو او برېښنا به د هېواد تکیه راکمه، د اسعارو د خروج مخه به ونیول شي او په تدریجي توګه به بهرته د ګازو د صادرولو زمینه هم برابره شي او په عموم کې به د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د ویاړ ځای دی چې افغانستان له ګاونډي هېواد څخه د راغلي درانه پلاوي کوربه دی او یوار بیا په هېواد دننه د یوې سترې او مهمې پروژې(د طوطي میدان پروژې) د تطبیق په موخه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د هوکړه‌لیک مراسم ترسره کېږي. باوري یم چې د دې او ورته سترو پروژو تطبیق به په راتلونکي کې د اقتصادي ودې او ثبات، په ځان بسیانې، د پانګونې د جذب او د سیمه‌ایز اتصال او نږدې والي په برخه کې اغېزمن او ګټور تمام او ثابت شي. 
همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه، چې د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې پیل او تطبیق به نه یوازې د جوزجان بلکې د نورو ولایتونو او خلکو د هوساینې او پرمختیا سبب وګرځي، له یوې خوا به زمونږ د ګاونډي هېواد پانګوالو ته د پانګونې مناسب فرصت په لاس ورکړي له بل پلوه به زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینې برابرې او په ټولنه کې د شته بېکارۍ د کمېدلو سبب وګرځي. 
  مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د بهرنیو پانګه‌اچوونکو اقدامات ستایم، په کور دننه او بهر په افغان پانګه‌والو هم غږ کوم، چې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او شته نورو فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې سره  دې، د هېواد په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي او د خپل هېواد د پرمختیا او ودانولو په لاره کې دې د افغانستان اسلامي امارت سره څنګ په څنګ کې ودرېږي چې په دې سره به دوی کولای شي په بشپړ باور او اعتماد سره پانګونه وکړي، چې ډاډه یم د افغانستان اسلامي امارت له لوري به یې ملاتړ او حمایت وشي او هم به هر ډول سهولتونه په اختیار کې ورکړل شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

لغمان کې ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو (هر ماشوم ته ۱۰۲۹۴)؛ مجموعاً د ۱۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش. . .

بیرته خبرونو ته