د فني او حرفوي زده کړو برخه کې ۲۰۰ کریکولمونه جوړ او ۲۵ نور تر کار لاندې دي.
دغه خبرې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازو سره په ناسته کې و کړې، نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، څو پرهغو کریکولمونو کار و کړي، چې د کار بازار مطابق او کاري فرصتونه و لري، څو له دې لارې هیوادوالو ته د لا زیات کار زمینه برابره شي.
دغه ناسته چې موخه یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند چارو کې د اروپایي اتحادیې د مالي او تخنیکي همکاریو پر سر خبرې وې، په کې د افغانستان حکومت سره د اروپایي اتحادیې د حکومت سازۍ قرارداد، د کار قانون، کار ملي پالیسۍ، افغان کډوالو بیرته راستندو پر وضعیت او په قانوني شکل بهر ته د افغان کارګرو لیږلو پر موضوعاتو هر اړخیز بحثونه و شول.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د اروپایي اتحادیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو او پالیسیو جوړولو ترڅنګ، نور ډیر ټولنیز مسؤلیتونه هم لري، چې زیاتو مالي امکاناتو ته اړتیا لري، خو له بده مرغه چې زیات امکانات په واک کې نشته او دې ټولو موضوعاتو ته په یو وخت په کمو مالي امکاناتو رسیده ګي ستونزمنه ده، نو په دې اساس د نړیوالو مرستې هم ډیرې اړینې دي.
سید انور سادات همدارنګه عربي هیوادونو ته د افغان کارګرو د لیږد پر پروسه هم خبرې و کړې، هیله یې څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به یو شمیر افغان کارګر عربي هیوادونو ته و لیږل شي، نوموړي همدارنګه اروپایي هیوادونو ته د افغان کارګرو د لیږد په برخه کې اروپایي اتحادیې رول مهم یاد کړ او په دې برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه و کړه.
د اروپایي اتحادیې لوړ رتبه پلاوي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ کړنې و ستایېلې، زیاته یې کړه: اروپایي اتحادیه د افغانستان حکومت سره د حکومت سازۍ قرارداد او کار موندنې برخو کې د مالي او تخنیکي همکاریو برخه کې ژمنه ده او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مربوطاتو کې به هم خپلو مالي او تخنیکي همکاریو ته دوام ور کوي.
د اروپایي اتحادیې استازی همدارنګه وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د کار قانون، کار ملي پالیسۍ او حکومت سازۍ برخو کې د دریوو متخصیصینو د استخدام پروسه نهایي شوې او په نږدې ورځو کې به له دې وزارت سره خپل کار پيل کړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې له ښه مرغه د اروپایي اتحادیې ۷۰ سلنه کمکونه د افغانستان حکومت له خوا په مصرف رسیږي او هڅه کوي د تخنیکی همکاریو له لارې خپلې مالي مرستې په ښه توګه اړینو ځایونو کې و لږوي.