د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۴۰۰ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې ووېشل شوې. په دې لړ کې په ننګرهار کې ۵۹۵ تنه، کنړ کې ۳۶۰ تنه، بغلان کې ۲۰۰ تنه، پروان کې ۱۲۰ تنه، نورستان کې ۱۰۹ تنه او په پنجشیر ولایت کې ۲۱ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته اختریزې جامې ووېشل شوې.
د توزیع پر مهال د کار او ټولنیزو چارو ولایتي مسئولینو په خپلو خبرو کې یتیم ماشومان د ټولنې مهم او د ځانګړې پاملرنې او ملاتړ وړ قشر یادولو سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل مسؤلیت ګڼي، چې د زیانسره د مخ اقشارو، په ځانګړې توګه د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او تر ډېره بریده ورته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
ولایتي مسئولینو د خپلو خبرو په دوام له همکارو ملي او نړیوالو مؤسسو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د ورته مرستو او همکاریو لړۍ لا پیاوړې کړي.
