د هرات پير مرکز څخه د کار او ټولنیزو چارو وزیر لیدنه او نقدي مرسته
د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج او مل پلاوي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هرات پير مرکز ته چې ګڼ شمیر استثنایي ماشومان ( په ذهني لحاظ کمزوري ناروغ ماشون) په کې ساتل او روزل کیږي، لاړ، د یادو ماشومانو پوښتنه یې وکړه او له هغوی سره یې نغدي مرسته هم و کړه؛ ښاغلي ته ینج د یاد مرکز څخه د لیدنې پر مهال د یا مرکز له مسؤلینو او ښو خدمتونو وړاندې کولو څخه مننه و کړه.
همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزیر او مل پلاوی په همدې ورځ د خواجه عبدالله انصاري د هلکانو روزنتون ته هم لاړ، د غرمې ډوډۍ یې له هغوی سره و خوړله، د هغوی ستونزې یې واوریدې او د حل په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.