د ټولنیزو چارو معین د افرن مؤسسې رئيس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۸:۵۵
افرن مؤسسه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده د خپل کار په دفتر کې له افغانانو سره د فرانسوي ولس د دوستۍ (افرن) مؤسسې رئيس پولین لهپونت سره وکتل.

په پیل کې د افرن مؤسسې رئیس پولین لهپونت په افغانستان کې د خپلو خدماتي فعاليتونو، راتلونکي پلانونو په ځانګړي ډول پروان ولایت کې د بېسرپرستو ماشومانو د تعلیم، تربیې د فني او حرفوي زده کړو په څرنګوالي او په روزنتونونو کې د بېوزلو، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته په زدهکړو کې د لا غوره‌والي په اړه خبرې وکړې.

د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده د افرن همکارې مؤسسې د فعاليتونو د ستاینې سربېره وويل: یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د ژوندانه د اسانتیاوو د برابرولو، ښوونې او روزنې، روغتیا او سرپناه ته یې پاملرنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.
مولوي عبیدالله امین‌زاده زیاته کړه: له بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د کفالت او  پورتنیو ذکر شویو موخو ته د رسیدنې لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد روزنتونونه فعال کړي دي، او په دې برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو مرستو او فعالیتونو ته هم اړتیا لیدل کیږي.

مولوي امین‌زاده زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت تأمین دی؛ نو له ټولو همکارو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو ترڅو د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړې او بالخصوص د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو لاسنیوی وکړي.
 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته