د ټولنیزو چارو معین د نوف آنلوس موسسې له مشرې سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۹
اجتماعي معینیت


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمین‌زاده د خپل کار په دفتر کې د نوف آنلوس (NOVE ONLUS)  همکارې موسسې له مشرې سوسانا فیوریټی سره وکتل او د  ټولنیزو همکاریو د پراختیا په موخه یې خبرې وکړې.
په پیل کې د یادې موسسې مشرې په کاپیسا ولایت کې د خپلو ترسره شویو فعاليتونو، لاسته راوړنو، راتلونکي پلانونو سربېره په روزنتونونو کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو د تعلیم، تربیې، روغتیا‌ او زده‌کړو پر څرنګوالي او یادو ماشومانو ته په معیاري ډول د خدماتو په وړاندې کولو، د هغوی د ستونزو د حل او لاسنیوي په اړه معلومات شریک کړل. 
ورپسې د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمین‌زاده د اړمنو قشرونو د ملاتړ او د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې د همکارو بنسټونو رول مهم وباله او د وزارت له لومړیتوبونو سره سم یې د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همدا راز مولوي آمین‌زاده د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو اړوندو برخو له لارې هڅه کوي، د همکارو موسسو په همغږۍ اړمنو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او نورو زیان‌منونکو قشرونو ته لازم ټولنیز خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د ټولنیزو چارو مشاور مولوي محمد اصغر صفدري او د ذکورو د روزنتون رئیس مولوي عبدالرقیب احمدي هم ګډون درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۹
Background image

د ټولنیزو چارو معین د نوف آنلوس موسسې له مشرې سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمین‌زاده د خپل کار په دفتر کې د نوف آنلوس (NOVE ONLUS)  همکارې موسسې له مشرې سوسانا فیوریټی سره وکتل او د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال کنفرانس ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار د قواعدو، شرایطو د ښه‌والي او خوندیتوب رئیس مولوي حسین‌احمد مدني د اسلامي هېوادونو د کار سازمان په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړ او د کارکوونکو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

غزني کی ۱۷۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د مرکز په شمول د څلورو ولسوالیو د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو څخه ۱۷۵ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایل‌ترمیم، کلچه‌پزۍ،. . .

بیرته خبرونو ته