د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال کنفرانس ترسره شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار د قواعدو، شرایطو د ښهوالي او خوندیتوب رئیس مولوي حسیناحمد مدني د اسلامي هېوادونو د کار سازمان په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړ او د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
یاد کنفرانس، د اسلامي همکاریو د حرفوي خوندیتوب او د روغتیا شبکې له لوري د اذربایجان هېواد په پلازمېنه باکو ښار کې جوړ شوی وو، د انلاین اړیکې له لارې ترسره شو، چې په دغه کنفرانس کې په کاري چاپېریال کې د شته خطرونو او ستونزو، د کاري ناروغیو د مخنیوي لپاره د ترسره شویو اقداماتو او خدماتو، د کارکوونکو د روغتیا او خوندیتوب اړوند قوانینو او مقرراتو، د روغتیا او خوندیتوب د معیارونو د پیاوړتیا، د کارکوونکو او کارګرو لپاره د پوهاوي پروګرامونو د برابرولو او په کاري چاپېريال کې د تفتیش او څارنې د فعالیتونو او د خوندي او سالم کاري چاپېریال د رامنځته کولو پر لارو چارو بحثونه وشول.
د کنفرانس په پای کې د کار په برخه کې د روغتیا او خوندیتوب په اړه د نړیوالو همکاریو پر اړتیا، د تجربو او معلوماتو پر شریکولو، د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
د یادونې وړده، چې په یاد کنفرانس کې د ۱۰۸ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی وو.
