د ښځو اقتصادي پياوړتیا او د ماشومانو د ساتنې اړوند د ظرفیت لوړونې برخو کې دوه بیلا بیل قراردادونه لاسلیک شول.

publish
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳ - ۱۵:۵۲
3

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د لپېس( LAPIS) شرکت استازي سره د (۱۶۲۷۵۰۰۰) افغانیو او یوې کاناډایي مؤسسې ( ICBR) استازې سره د ( ۳۵۴۵۲۱) ډالرو په ارزښت دوه بیلا بیل قراردادونه لاسلیک کړل.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات وویل، چې د یادو قراردادونو پر بنسټ به د ښځو اقتصادي پياوړتیا پروګرام اړوند د عامه پوهاوي او ماشومانو د سکرتریت کارکوونکو د ظرفیت لوړولو مختلف پروګرامونه جوړ شي.

سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د مرسته کوونکو نړیوالو ادارو مرسته څخه د مننې تر څنګ وویل، چې د یادو قراردادونو مالي لګښت هم د نړیوال بانک او یونیسف ادارې له خوا ور کول کیږي.

په ناسته کې د لپېس( LAPIS) شرکت او ( ICBR) مؤسسې استازو هم د قراردادونو اړوند خبرې و کړې او ژمنه یې و کړه، چې د قراردادونو مطابق به خپل مسؤلیتونه ادا کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۴۱
Background image

افغانستان له ځوان بشري ځواک څخه برخمن دی

دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس مولوي رحیم‌الله صراح؛ تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د اقتصادي همکاریو په مهمه غونډه کې وکړه؛ چې د افغانستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

بیرته خبرونو ته