د کاري چارو مرستیال سره د GIZ مسؤلینو لیدنه
د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي د GIZ دفتر مسؤلینو جیفری تاینس
(Jeffry Tines) او تیومور (Teymour)سره خپل کاري دفتر کې و کتل
د کاري چارو مرستیال د یاد دفتر له همکاریو او مرستو څخه د مننې تر څنګ له هغوی سره بهر ته د افغان کارګرو لیږلو پروسې، د GIZ په مرسته د بشري قواوو ریاست اړوند کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپونو برابرولو اړوند خبرې و کړې
وروسته د GIZ دفتر استازو ژمنه و کړه، چې په March, September, October میاشتو کې به درې ښوونیز ورکشاپونه جوړ او همدارنګه په دریوو برخو( د معلوماتو را ټول، د ولایتي مدیرانو څخه د را ټول شویو معلوماتو ارزونه او د امکاناتو برابرول، نتیجه ګیری) کې به د کار بازار ارزونې برخه کې هم کار او ټولنیزو چارو سره همکاري و کړي
د دې ورکشاپونو جوړولو څخه موخه په افغانستان کې د کار بازار اړوند د معلوماتو غني کول او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په واک کې سپارل دي
پای کې د کاري چارو مرستیال د یادو مواردو او پروګرامونو څخه د ستاینې ترڅنګ د اداري او معلوماتي سیتمونو دیجتال کولو اړوند د GIZ دفتر د همکارۍ غوښتنه و کړه.