د کار انسټیټیوټ له لوري د امارتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د برنامو لړۍ دوام لري

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۲
E


‌‌د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټېټوټ له لوري د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست، د روزنتونو ښوونکو او د دې ولایت د ټولو اداري واحدونو کارکوونکو ته د مدیریتي مهارتونو او سازمان پېژندنې تر نامه لاندې پنځه ورځینی روزنیز سمینیار جوړ شو. 
د دې سیمینار په پرانیست غونډه کې د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي جان محمد طلحه په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره په اداره کې د مدیریتي مهارتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک او څرګنده یې کړه، داسې روزنیز پروګرامونه د کارکوونکو د اداري پوهې په  اوچتولو او په کاري ساحه کې خورا ګټور او مؤثر تمامېږي. 
نوموړي همدا راز د سیمینار له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې پروګرام څخه د ترلاسه شویو تجربو او مهارتونو څخه په استفادې به د دوی په ورځنیو چارو کې د پام وړ ښه‌والی او  هېوادوالو ته د ګټورو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې لاچټکتیا راشي.
په پای کې د کار او ټولنیوز چارو وزارت انسټېټوټ استادانو د مدیریت، رهبرۍ، مدیریت ځانګړتیاوو، ډولونو او اصولو په اړه خپل چمتو شوي، پریزنټېشنونه ګډوانول ته ارایه کړل.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته