د کار او ټولنيزو چارو وزير د ننګرهار مرکزي روزنتون څخه ليدنه وکړه

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج او ور سره مل پلاوي؛ مشرقي زون ته د کاري سفر په درېمه ورځ د ياد ولايت مرکزي روزنتون ته لاړ؛ د روزنتون ليليې، د شاګردانو خوراک، پوشاک، غذا او نورو مختلفو برخو څخه يې ليدنه وکړه؛ د روزنتون شاګردانو او مسؤلينو سره يې له نږدې خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او وړانديزونه يې واوريدل او د ستونزو د حل په موخه يې اړوندو مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړې.