د کار او ټولنیزو چارو نوی سرپرست وزیر کارکوونکو ته معرفي شو
د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هیبة الله آخندزاده حفظه الله د ۴۱۷ ګڼې، ۲۳/۶/۱۴۴۴ نیټې د فرمان په اساس ملا عبدالمنان عمري د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوی سرپرست وزیر ټاکل شوې؛ چې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو او منسوبینو ته وروپیژندل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین، ټولو راغلو میلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په توګه د ملا عبدالمنان عمري له ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړه او نوموړي ته یې د نوې مسوولیت له امله مبارکې وویله.
مولوي حقبین په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت اصلي موخه حکومت کول نه؛ بلکه د افغانستان جګړه ځپلې او بیلابیلو ستونزو سره مخ ولس ته خدمت دی، د ظالم مخنیوی او د مظلوم حمایت دی او د الله ج پر ځمکه د الهي حکومت قایمول دی او موږ نوي سرپرست وزیر ته اطمنان ورکوو کې چې ولس ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ستاسو ترڅنګ یو.
غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د چارو مرستیال وزیر مخدوم عبدالسلام سعادت په خپلو خبرو کې وویل چې د سرپرست وزیر په توګه د ملاعبدالمنان عمري له ټاکل کیدو خوښ یو او زیاته یې کړه چې په هر ډول نظام کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یو نظام د استحکام اساسي مرجع بلل کیږي او وویل چې په ټوله کې ولس او په ځانګړې ډول مظلوم قشر ته خدمت، د یاد وزارت د ارزښت ښکارندویي کوي او زیاته یې کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولو مسوولیتونو ته په پوره رسیدنه سره به په هیواد کې د بیکارۍ او ناامنۍ ټولې ستونزې حل شي.
په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو د اداری لوی رییس مولوی شیخ نورالحق انور د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوی سرپرست وزیر په توګه د ملاعبدالمنان عمري د ټاکل کیدو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هیبة الله آخندزاده فرمان قرائت کړ او ترڅنګ یې زیاته کړه: په یو نظام کې تبدیلي، تقرر، تنزیل او ترفیع یو مهم اصل دی چې له نیکه مرغه ټول نظام د افغانستان اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو حمایت او اطاعت کوي.
شیخ انور زیاته کړه: اوس اسلامي امارت د هیواد په ګوټ ګوټ کې اړمنو او مستحقو هیوادوالو ته د خدمت رسولو لپاره هوډمن دی. د مثال په ډول د معتادینو تداوی او په ټولنه کې د هغوی بیرته ادغام ته پروګرام لرو او د سوالګرو راټولو پروسه به تر وروستي سوالګر دوام پیدا کوي.
غونډې ته کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې ټول هیوادوال یووالي او پیوستون ته راوبلل او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسوبینو څخه یې وغوښتل چې خپل د مسوولیت لمړیتوبونو وپیژني ولس ریښتونې او صادقانه خدمت او د هیواد مظلوم قشر ته پوره پاملرنه وکړي.
په پای کې یاده غونډه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د عوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالولي حماد په دعایه سره پای ته ورسیده.