د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

publish
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۳:۳۴

په مرکز او ولایتونو کې د ۱۳۹۸هـ ش کال د دویمې نیمایي ( د تلې له اولې د کب میاشتې تر پای) کاري رژیم په لاندې ډول تنظیم شوی دی.

له شنبې تر چهارشنبې:

د کار پيل د سهار ( ۸:۳۰) د کار پای د مازدیګر (۳:۳۰) او د غرمې له ( ۱۲ تر ۱) پورې د لمانځه او ډوډۍ لپاره یو ساعت وقفه دی.

د پنجشنبې ورځ:

د کار پيل د سهار ( ۸:۳۰) او د کار پای د مازدیګر (۱:۳۰) بجه دی.

همدارنګه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه، تولیدي، خدمتي، نشراتي، روغتیایي، همیشه فعالې څانګې دې د کار خصوصیاتو، اقلیمي شرایطو، لایحو او مقرراتو ته په کتو سره د کال په پاتې  شپږو میاشتو او په اونۍ کې د ۳۵ ساعته کار په اساس د پورته کاري رژیم متفاوت جوړ او د دې وزارت تر موافقې وروسته د تطبیق کړي.  

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د کار چارو معین د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۲۸
Background image

بلخ او کونړ ولایتونو کې ۱۳۱۸ تنو زلزله ځپلو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د بلخ او کونړ ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د بلخ په ولایت کې ۱۱۶۸ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او همدارنګه د کونړ په ولایت کې او ۱۵۰ تنو نورو د زلزلې له امله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۴
Background image

کابل کې ۱۴۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ ۱۴۰ تنه ځوانان؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په. . .

بیرته خبرونو ته