د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال د هیواد له ځینو جیدو علماوو او یو مخترع ځوان سره ولیدل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر الحاج مولوی دین محمد حقبین د هیواد وتلي جید عالم؛ مولوي محمد اکبر افضلي، مولوي عاقل جان عثماني سره ولیدل په یاده کتنه کې د بشري سرچینو رییس مولوي محمد طیب حضور درلود.
دا کتنه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري معینیت په دفتر کې ترسره شوه؛ د هیواد ځوان مخترع محمدصابر هم حضور درلود او د خپلو اختراعاتو ډول او څرنګوالی په اړه له مولوي حقبین سره معلومات شریک کړل او وویل چې تر اوسه یې له پنځلس ډول څخه زیات اختراعات د بریښنا په ډګر کې له عامو خلکو سره شریک کړی دی او په دې اړه یې د مالي او اداري مرستیال وزیر څخه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ویلو وړ ده چې د مالي او اداري مرستیال وزیر الحاج مولوی دین محمد حقبین له مخترع ځوان سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې په یاد ډګر کې د نورو اختراعاتو لاسته راوړلو او پرمختګ په موخه وهڅوه.