د کار او کارګر ورځ دې نیکمرغه وي!

publish
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۹:۴
1

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشرتابه پلاوی او کارکوونکي د مۍ لمړۍ نیټې په رارسیدو سره چې د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د هیواد ټولو خواری کښو کارګرانو ته تبریکې وايي.
له شک پرته چې د ننۍ نړۍ مدنیت او آبادي؛ د زحمت کښو کارګرانو د ځواکمنو لاسونو د تڼاکو ډالۍ ده او هیڅ هېواد د کارګرانو له مستقيم ملاتړ پرته پرمختګ او تمدن ته نشي رسیدلی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تعریف شویو پروګرامو په لاره اچولو سره؛ مکلف دی چې کارګران تشویق او د هغوی ملاتړ ور ودانګي او په همدې ډګر کې د قوانینو، مقررو، پالیسیو او نورو اړونده اسنادو په طرح کولو او د هغوی له پلی کولو څخه نظارت ته ځان ژمن ګڼي.
مونږ د افغانستان د کارګرانو ستونزو د حل لپاره دهغوی له خوندیتوب څخه نیولې تر پرمختګ او ملاتړ پوری له یاد خواری کښ قشر څخه په خپلو لږو امکاناتو توانیدلی یو چې د هیواد په کاري بازار کې ښه او غوره رول ولوبوو. د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همدې ډګر کې د تل لپاره ځان مکلف ګڼي او ژمنه کوي چې ټول هڅې به دوه چنده ګړندۍ کړې.

بشیر احمد ته‌ینج
د کار او ټولنیزو چارو وزیر

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته