د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د همغږۍ ناسته وشوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۰
تعقیب تعهدات کنفرانس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي سره وکتل. کتنه کې د کار چارو معین په خپله وینا کې د دې ترڅنګ، چې مختلفو برخو کې د یاد وزارت هڅې وستایلې، څرګنده یې کړه چې: د کار ملي کانفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پنځو کلونو کې نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو اېجاد دی، چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم شاوخوا ۵۵۰زره تنو ته د کارموندنې ژمنه کړې ده او غواړو له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړه لیکونو مطابق، د کانفرانس له پای ته رسېدو وروسته د بشري ځواک په استخدام کې د هغوی د اجراآتو څخه ډاډ ترلاسه او خپلو ولسونو ته معلومات ورکړو، چې په دې موده کې کوم شمېر هېوادوالو ته په کومو برخو کې د کار زمینه برابر شوې ده. ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او په مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ لاسته‌راوړنې موجودې دي، خو فقر او بېکاري د خلکو له اساسي ستونزو څخه دي، چې باید ټول په مشترک ډول خپل مسؤلیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو، ترڅو په دې برخو کې هم پرمختګونه پراخ شي. الحاج عزیزي د خپلو خبرو په دوام وویل: له نېکمرغه په زرګونو جریبه ځمکه په مختلفو برخو کې د پانګې‌اچونې په موخه ځانګړې شوې او د وېش د څرنګوالي میکانېزم یې هم چمتو شوی دی، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینې برابرې شي او هم به په اقتصادي برخه کې ستر بدلون رامنځته کړي. همداراز یې څرګنده کړه، چې د کار په ملي کانفرانس کې د ترسره شوې ژمنې د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او په دې اړه به لازم معلومات د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک شي. په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې یوه مشترکه تخنیکي کمېټه به رامنځته او په اړوندو برخو کې به له نږدې کار کوي. د یادولو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار په ملي کانفرانس کې له ۱۵ ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او اوس غواړي، چې یادې ژمنې تعقیب کړي، چې پیل یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه وو او دا لړۍ به دوام ومومي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري  دا ځل د کابل ولایت د قره‌باغ  په ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه. 
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست غونډې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

خوست کې ۳۸ تنه ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د سواد، لبنیاتو او خیاطۍ حرفو؛ ۳۸ تنه استادانو ته پنځه ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خوست ولایت د کار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۳:۳۰
Background image

کونړ کې د بېلابېلو موسساتو له استازیو سره د همغږۍناسته وشوه

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل‌دره کې؛ زلزله ځپلو کورنیو ته او له زیان سره مخ اقشارو ته، د مرستو د رسولو په موخه د بېلابېلو. . .

بیرته خبرونو ته