د کار چارو معين د صنعتکارانو له استازو سره وکتل 

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۱۸
صنعت کاران

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د خصوصي سکتور اړوند د صنعتکارانو له استازو، د فابریکو او شرکتونو له مسئولینو سره وکتل.
په دې ناسته کې د دواړو اړخونو له لوري هېوادوالو ته په بېلا بېلو برخو کې د لا دیرو کاري فرصتونو برابرولو، د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو او خنډونو د حل، د سوداګرو او صنعت‌کارانو ملاتړ، په هېواد کې پانګه‌اچونې ته د نورو فرصتونو په برابرولو، داخلي تولیداتو ته د لومړيتوب په ورکولو، په استخدام کې دي د بهرنیو وګړو پرځای داخلي وګړو ته لومړيتوب ورکولو، د کارګر د حقوقو تأمین، د آسانتیاوو برابرولو او په ټوله کې له خصوصي سکتور سره د غوره اړیکو په اړه هر اړخیز بحث وشو.  
مولوي احمدزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د ا.ا.ا د قوانینو او پالیسو په نظر کې نیولو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی له خصوصي سکتور سره د همغږۍ، همکارۍ او ګډو برنامو له لارې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو او ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.  
په پای کې د صنعت او سوداګرۍ سکتور استازو هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکاریو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د کارموندنې او بشري ځواک د اشتغال په برخه کې به له یاد  وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

لغمان کې ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو (هر ماشوم ته ۱۰۲۹۴)؛ مجموعاً د ۱۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش. . .

بیرته خبرونو ته