د کار چارو معین؛ د کابل له والي سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۲:۲۴
کابل ولایت مقام

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د ولایت په مقام کې د کابل له والي ملا امین الله عبید سره وکتل.
مولوي محمد زاهد احمدزي د کابل ولایت د فعالیتونو او کاري کړنو د ستایلو سربېره؛ پر بېلابېلو ټولنیزو چارو اړوند مهمو موضوعاتو،کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د کابل ولايت د اوسېدونکو د هوساينې د وضعیت د ښه کولو، د کاري ستونزو پر حل، د ښه ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د ادارو او وزارت ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړي.
مولوي محمد زاهد احمدزي؛ په ښار کې پر واټ بوختو کارګرانو، کراچۍ او ریکشا لرونکو هېوادوالو د ستونزو  او ننګونو پر حل کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کابل والي ملا امین‌الله عبید هم ورځ‌مزده کاریګرو او کسب‌ګرو، کراچۍ او ریکشا لرونکو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه خپل لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه: هوډ لرو چې په ښار کې یادو کارګرو طبقو ته مناسب کاري ځایونه، واټونه او همدارنګه د ښار ګڼې ګونې د مخنیوي ترڅنګ ریکشا لرونکو هېوادوالو ته د تګ او راتګ ځانګړي مسیرونه مشخص کړو.
په پای کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي وویل؛ د ښاریانو د ستونزو او ننګونو په حل کې د ځايي ادارو نږدې همکاري اړینه ده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته