د کار چارو معین د لغمان له والي سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل.
کتنه کې دواړو لورو د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو د کفالت، د بیکارۍ کچې کمښت، د غوره او معیاري کار د ترویج، د ټولګټو پروژو د تطبیق د څرنګوالي، ولسونو ته د آسانتیاوو برابرولو، محلي ادارې سره د لغمان د اوسېدونکو د نږدې همکارۍ، د ولایت مقام له لوري د لغمان د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته د لازمې پاملرنې او له خصوصي سکتور څخه د قوي ملاتړ او ورته د سهولتونو د اېجاد په اړه خبرې اترې وکړې.