د کړنو د لا ښه سمون او همغږۍ په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته و شوه.

publish
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۷:۳۳
1


 
د مالي او اداري چارو معينيت د کړنو لا ښه سمون او همغږۍ په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل په مشرۍ ناسته و شوه، چې د ياد معينيت رئيسانو او آمرينو په کې ګډون کړی وه. 
ناسته کې د مالي او اداري چارو معينيت اړوند رئيسانو د روزنتونونو رياست د البسې، محرقاتي موادو، دوا، د وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ او قرطاسيې اړوند قراردادونو او په ټوله کې د مالي او حسابي چارو ښه پلي کېدو او ستونزو ته په وخت رسېدو اړوند هر اړخيزې خبرې و کړې او د ذکر شويو موضوعاتو اړوند د کړنو راپور يې د مالي او اداري چارو مرستيال سره شريک کړ. 
د مالي او اداري چارو مرستيال د مسؤلينو د کړنو تر راپور اورېدو وروسته د رياستونو تر منځ پر لا ښې همغږۍ ټينګار و کړ او د موضوعاتو اړوند يې مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۴۳
Background image

ننګرهار کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په مومندرې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو؛ (هرې کورنۍ ۹۴۰۰ افغانۍ)؛ مجموعاً ۲۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه. . .

بیرته خبرونو ته