سرپل ولایت کې ۶۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له فني او حرفوي زدهکړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت غونډه کې د ګډون او وینا سربېره، په یادو ځوانانو د فراغت سندونه ووېشل.
هغه ناسته چې په همدې مناسب جوړه او په کې د سرپل مرستیال والي او ګڼو رئیسان ګډون درلود؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس داملا مبشر متوکل مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره څرګنده کړه: له نېکمرغه د دې ریاست اړوند فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ۶۰ تنه ځوانان د تعمیراتو د برښنا او نلدوانۍ حرفو له شپږ میاشتنیو زدهکړو وروسته فارغ شول او په پام کې ده، چې په نږدې ورځو کې یو شمېر نورو ځوانانو ته هم د زدهکړو زمینه برابره شي. نوموړي د کار چارو له معین څخه غوښتنه وکړه، چې د سرپل ولایت د ځوانانو څخه د ملاتړ په موخه دې د حرفو تعداد لوړ کړي، ترڅو ګڼ شمېر ځوانانو ته د زدهکړو فرصت برابر شي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد خپله وینا کې سرپل ولایت ته د خپل رسمي سفر څخه خوښي څرګنده او فارغو شویو ځوانانو ته یې مبارکي وویله. همداراز یې زیاته: د بیکارۍ کچې کمښت او ځوان نسل ته کارموندنه د دې وزارت له اصلي مسؤلیتونو او موخو څخه دي او په دې برخو کې هڅې روانې دي، چې یوه برخه یې په ټولو ولایتونو کې د فني او حرفوي زدهکړو مراکزو ته د ځوانانو جذب کول دي، چې ښه نتیجه یې لرلې او هرکال په سلګونو ځوانانو ته دا فرصت برابر او هغوی اوس د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار کې شامل شوي دي.
د کار چارو معین د کار ملي کانفرانس د موخو تعقیب د دې وزارت بل اړین هدف یاد کړ او په دې منظور یې د یوې کمېټې د جوړېدو یادونه وکړه، چې یاده کمېټه دنده لري له هغو ادارو سره له نږدې کار وکړي، چې د کار موندنې په برخه کې یې تعهدات ترسره کړي دي. الحاج مولوي محمد زاهد سرپل ولایت کې د حرفو د تعداد د ډېرولو په اړه وویل، چې دې برخې ته به پاملرنه ترسره او د امکان ترحده به ورته کار وشي.
په همدې توګه د سرپل مرستیال والي، داملا محمد نادر هم خپله لنډه وینا کې ځوانانو ته د کارموندنې او له یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت روانې هڅې وستایلې او په دې اړه یې د سرپل د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې د کار چارو د معین او نورو مېلمنو له لوري په فارغو شویو ځوانانو د فراغت سندونه توزیع او په راتلونکي کې ورته د لا ډېرو بریاوو هیلهمندي وکړه.