لس خصوصي روزنتونونو او ښوونیزو مرکزونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې موخه یې په هیواد کې د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو روزل دي، نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات او د روزنتونونو او ښوونیزو مرکزونو مشرانو ترمنځ لاسلیک شول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال د روزنتونونو او ښوونیزو مرکزونو مشرانو څخه و غوښتل، څو د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو په ښه روزنه کې زیاته پاملرنه و کړي.
د ویلو دی، چې دغه هوکړه لیکونه د اسایش جهانی، اسرا، ، امام باقر، د ماشومانو روزنې، د IACD، د ټولنیز نجات، د KETM_MCIT، د نیازمنده ماشومانو او ښځو مؤسسو او د الحیات او داکتر فرهاد رؤف ښوونیز مرکزونو مشرانو سره لاسلیک شول؛ دغه ښوونیز مرکزونه او روزنتونونه د کابل په شمولیو شمیر ولایتونو کې د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو د روزنې په برخو کې فعالیت کوي.